Afghan Freethinker

Stories from the Heart of Afghanistan

ایا د خدای پرته اخلاقیات ممکن دي؟

2025/04/19Zain Khan
ایا د خدای پرته اخلاقیات ممکن دي؟

ایا د خدای پرته اخلاقیات ممکن دي؟

دا پوښتنه که څه هم ساده ښکاري، خو ځواب یې هماغومره پېچلی دی۔

د اخلاقیاتو په اړه مذهبي یا دین‌پاله نظر دا دی چې د اخلاقیاتو سرچینه خدا ده۔ په فلسفه کې دې نظریې ته Divine Command Theory ویل کېږي، چې له مخې یې ښه او بد هماغه دي چې خدا یې حکم ورکړی وي، او اخلاقي انسان هغه دی چې د خدایي احکامو پیروي وکړي۔

خو له دې نظریې سره د اخلاقیاتو د معروضیت او ارتقا په اړه ګڼ جدي ستونزې پیدا کېږي، چې وضاحت به یې وروسته وکړو۔

برعکس، سیکولر یا لادین مفکرین (چې پکې ملحدان، شکاکان او نور شامل دي) دا دریځ لري چې د اخلاقیاتو شتون په کوم مافوق الفطرت وجود پورې تړلی نه دی۔ خدا وي که نه وي، د اخلاقیاتو په شتون یا نشتون یې هېڅ اغېز نه پرېوځي۔ د دوی په اند اخلاقیات نه یوازې فطري بنسټونه لري، بلکې د معروضیت لپاره یې هم د کوم مابعدالطبیعي وجود اړتیا نشته۔

د همدې لیکنیز لړۍ په ترڅ کې به موږ د سیکولر اخلاقیاتو دلایل روښانه کړو او له مذهبي اخلاقیاتو سره به یې تقابلي جاج واخلو۔

“If God is dead, everything is permitted.”

دا مشهوره جمله د فیودور دوستوئیفسکي له ناول برادران کرامازوف څخه اخیستل شوې، چې ډېر ځله د سیکولر یا ملحد دریځ پر ضد د دلیل په توګه وړاندې کېږي۔ دا ادعا کېږي چې که د اخلاقیاتو له شا څخه خدا لرې شي، نو هر څه به روا شي۔ بیا به دا پوښتنې بې‌معنا شي چې ولې څوک نېکي وکړي یا ولې بدۍ ته بد ووایي؟ د خدای پرته د ښه او بد هېڅ حیثیت نه پاتې کېږي۔

د همدې تصور پر بنسټ مذهبي خلک عموماً دوه پایلې اخلي:
یا خو انسان باید خدا ومني او د کوم مذهب پیرو شي
او یا دا ومني چې هغه اخلاقي نه دی، او له هغه سره کېدونکې هره زیاتی به بد نه وي

خو حقیقت دا دی چې له دې دواړو انتخابونو پرته هم انسان نه یوازې پخپله اخلاقي کېدای شي، بلکې دا حق هم لري چې له هغه سره اخلاقي چلند وشي۔

ډېر ځله دا پایله ایستل کېږي چې ټول لادین یا سیکولر خلک حتماً غیر اخلاقي، خطرناک یا بدکرداره وي، حال دا چې دا خبره سمه نه ده۔ یو لادین انسان هماغومره ښه یا بد کېدای شي لکه یو مذهبي انسان۔

د سیکولر اخلاقیاتو بنسټیزه دعوه دا ده چې اخلاقي کېدل د خدای په منلو پورې مشروط نه دي، بلکې د دې لپاره موږ قوي، فطري او عقلي بنسټونه لرو۔

د سیکولر اخلاقیاتو په ملاتړ ګڼ نظریات وړاندې شوي، خو دلته موږ خبرې د Harm Principle څخه پیلوو۔

د دې اصل له مخې د کوم عمل اخلاقي یا غیر اخلاقي کېدل د خدایي احکامو پر بنسټ نه، بلکې د هغه د پایلو پر اساس ټاکل کېږي، په ځانګړي ډول دې ته کتل کېږي چې ایا دا عمل نورو ته زیان یا تکلیف رسوي که نه۔

د بېلګې په توګه ریپ ته وګورو۔ مذهبي او ملحد دواړه په دې متفق دي چې ریپ یو غیر اخلاقي عمل دی۔ پوښتنه دا ده: ولې؟

ساده ځواب دا دی چې ریپ د سخت جسمي او رواني تکلیف لامل کېږي۔ دا د یو انسان ته د هغه له خوښې پرته زیان رسول، د هغه ازادي اخیستل او سپکاوی کول دي۔

اعتراض کېدای شي چې ریپ کوونکي ته خو له دې عمله خوند ترلاسه کېږي، نو ایا دا د هغه لپاره اخلاقي نه دی؟

ځواب دا دی چې د بل چا د ازادۍ، وقار او اختیار په تښتولو ترلاسه شوې خوښي نه یوازې ټیټه ده، بلکې هېڅ صورت کې دا عمل اخلاقي نه شي ګرځولی۔ سربېره پر دې، پخپله ریپ کوونکی هم هېڅکله نه غواړي چې له هغه سره همدا ډول چلند وشي، چې دا ښيي هغه پخپله هم دا عمل په باطن کې غیر اخلاقي ګڼي۔

اوس فرض کړئ چې له یوې ښځې سره د بې‌هوشۍ په حالت کې ریپ وشي او په ظاهره هغه جسمي درد احساس نه کړي۔ ایا دا عمل بیا هم غیر اخلاقي دی؟

هو، ځکه دلته هم د هغې وجود د هغې له رضایت پرته کارول شوی دی۔ سربېره پر دې، کله چې هغه هوش ته راشي او پر حقیقت پوه شي، دا کار کولی شي سخت رواني درد، صدمه او تحقیر رامنځته کړي۔

همدا اصل پر نورو غیر اخلاقي اعمالو هم تطبیقېږي۔

قتل ځکه غلط دی چې دا یو انسان له ژوند څخه بې‌برخې کوي۔
اختطاف ځکه غیر اخلاقي دی چې پکې د چا ازادي اخیستل کېږي۔
وهل ټکول، تشدد، معذور کول—دا ټول ځکه غلط دي چې سخت زیان او کړاو رامنځته کوي۔
دروغ ځکه غیر اخلاقي دی چې دا نور خلک زیان‌رسوونکو پرېکړو ته اړ کولای شي۔

تر اوسه مو ولیدل چې د Harm Principle له لارې د اخلاقیاتو د بنسټ لپاره نه د خدا اړتیا شته او نه د مذهب۔ د دې اصل له مخې مذهبي او غیر مذهبي—دواړه اخلاقي یا غیر اخلاقي کېدای شي۔

په راتلونکي برخه کې به موږ پر دې پوښتنو غور وکړو:
ایا هر دردناک عمل لازماً غیر اخلاقي وي؟
د تکلیف ډولونه کوم دي؟
او دا چې ولې سیکولر اخلاقیات یوازې تر انسانانو پورې محدود ګڼل کېږي، تر حیواناتو پورې ولې نه؟

که انسان او حیوان دواړه د یو واحد ارتقایي سفر پایله وي، نو ولې اخلاقیات یوازې پر انسانانو تطبیقېږي؟

دا هغه پوښتنې دي چې ځوابونه به یې د سیکولر دریځ له مخې وړاندې شي۔

ایا د خدای پرته اخلاقیات ممکن دي؟ | افغان ازاد فکر